لیکنه/ ټولنیزه ژمنتيا او د حافظ شعر
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
لیکنه/ صدیق الله بدر
ټولنیزه ژمنتيا او د حافظ شعر
ارواښاد استاد نصرالله حافظ زموږ ډېر حساس او با درده شاعر
و. هغه ته خپله ټولنه او د ټولنې وګړي ډېر ګران وو، ښايي همدا علت دی چې د هغه په
شعرونو کې ټولنیزه ژمنتیا ډېره تر سترګو کېږي.
کله چې په شعر کې د ټولنیزې ژمنتیا خبره کېږي، په شعر کې
د ټولنې په کچه یو لړ ستونزو، ناخوالو او لوړو ژورو ته د اعتراض په بڼه د کتل کېدو
بحث رامنځته کېږي، ځکه ټولنیز شعر په ذاتي ډول د اعتراضي بیان لرونکی وي. که څه هم
د همدغه معترض هویت له مخې په ټولنیز شعر کې په غوښتي او ناغوښتي ډول صراحت
احساسېږي، خو شاعر د خپل عاطفي قوت په مټ هغه د شعار له قیده وباسي او د مينې په
کلام يې بدلوي. خو پر ټولنيزې ژمنتیا ولاړ شاعر لاس و پښې تړلی څوک نه دی، هڅه کوي
چې د ټولنې یو عيني واقعیت په شاعرانه واقعیت واړوي. حافظ صاحب که څه هم ډېر ځله د
ټولنې درد سخت ځورولی او په ځينو مواردو کې يې صریح او معترض بیان ته اړ کړی خو
هغه داسې شاعر پاتې شوی چې عیني واقعیتونو ته يې د مينې او ښکلا رنګ ورکړی دی.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/555