نوی لیکوال

Hask
سه شنبه 25 جون 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

نوى ليکوال

څه
موده د مخه مې عجیبه شوق په زړه کې په ټوبو شو و مې غوښټل چې لیکو
ال شم،
شعر، داستان او
 . . . ولیکم
کتابونه مې چاپ شي او نوم مې په نومونو کې را ووځي. هو ریښتیا
، هیر
مې شول چې څرنګه مې دا شوق په سر کې پېدا شو؟ خامخا به تاسې اټکل وکړۍ د ډېرې
مطالعې او لوست څخه مې د پوهې تالی «ظرف» ډک شوی او ترې نور بهېږي، چې دادی اوس
سپین کاغذونه پرې رنګوم. نه دوستانو داسې نده. هغه کتابونه مې چې د خپلو سیالانو
سره د سیالۍ په خاطر په کور کې د کتابتون په نامه را ټول کړي و او هر سیال ته به
مې ځان ددغو کتابونو د لوستلو لیونی ښوده. باور مو وشه چې هغه ټول کتابونه ټول نا
لوستي مېلمانه و چې هر یو هماغسې نالوستی په خپله مخه لاړ ځکه هر چا چې یووړ بیا
می ورته لټه ونکړه.

پوهېږم
چې بیا مې پوښتۍ چې کتاب او لوست سره پردی بیا څنګه لیکوال کېدا شي؟ دوستانو د
خدای داد د بنده داد ندی زه د خدای راکړي استعداد څخه برخه من یم او د بلی خوا نه
شکر دی په دی هم ډاډه یم چې اوس اوس د کره کتنې او نقد دود او دستور هېر شوی دی
هېڅوک بل نه خپه کوي چې لیکنه یې نقد کړي سپکې او درندې خواوی یې په ګوته کړي هنري
او ادبي کمزورتیا یې په ډاګه کړي، که دا کار وشي پوهېږي؟ خبره توري او ټوپک ته
وځي. نو ځکه خو دلیکوال
و شمیره
مخ په ډېرېدو ده.

هغه
ورځ په یوې غونډې کې یوه لیکوال ته بلنه ورکړه شوه چې خپل لیکلی شعر ولولي کله چې
حضارو ته مخامخ ودرید د حاضرینو د چکچکو په وقفه کې یې جب ته لاس ننه ایست او یوه
پاڼه کاغذ یې را وایست او په لوستو یې پېل وکړ: د کوژدې د شپې له پاره
 . . . چکچکې
شوې
 . . . واه
واه څه عنوان؟ . . . نکریزې یو خروار. نقل و پتاسې یو چارک. وړه او وریجې
 . . . بیا
چکچکې
 . . . غږونه
پورته شول بیا ووایه، بیا ووایه څه ښه
 . . . 
نکریزی
یو خروار، نقل و پتاسې، وریجې بیا هم چکچکې پورته شوې.
چې مې کاته شاعر وارخطا خپل
د کورتۍ بل جب ته لاس تېر کړ او د ځانه سره یې وویل لکه چې د
 نکریزو پر ځای مې وړه او
وریجي لیکلي دي. بیا هم چکچکې. لیکوال چې د آورېدونکو ولولی او احساسات ولیدل
ارامه شو او ادامه یې ورکړه: شل منه غوړي، سل منه لرګي، بیا هم چکچکې او دا غږونه
ډېر ښه ډېر ښه
 . . .

لیکوال
د خپل ځوی د کوژدنې د شپې د خرڅ لیست چې په غلطه یې د کورتۍ په جب کې دده د لیکل
شوی شعر د پاڼې سره بدل شوی وو د شعر او ادب مینه والو ته ولوست او ښه ښایسته
هرکلی یې وشو هیچا ورته ونه ویل چې وروره څه لولې؟.

ما
چه هغه حال ولید بس د لیکوالۍ شوق چې له ډېره وخته ورته هوسېدم په زړه کې را ژوندی
شو او هغه ویره مې چې په هسې اوتو بوتو لیکنو سړی نه لیکوال کېږی له زړه نه ووته.

هو
د ښو لیکنو د لوستلو تږو مینه والو! ډېر ژر به که خېر وي په خپلو نابو لیکنو په
لیکلو به ستاسې ادبي او هنري تنده ماته کړم. د هنر او ادب د سمسورتیا په هیله.

د محمد عمر ننګیار لیکنه
د اسمايي څه په مننه


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/58...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس