اخر مي وژړل
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
په څلور کلنۍ کي مي پلار
ټینګه چپلاخه راکړه ستونی مي را ډک سو، خو ومي نه ژړل، په اوه
کلنۍ کي ئې په تانده لښته ووهلم، بدن مي ډیر درد وکړ، خو دې درد ته هم ټینګ سوم،
بیا مي هم ونه ژړل
په لس
کلنۍ کي نور د پلار له وهلو او ډبولو سره عادت سوی وم هر څومره چي به ئې
ووهلم،ووهلم ژړا مي نه ورته را تله
په
پینځلس کلنۍ کي به په هره وړه خبر په غوسه کېده، په لاس کي چي به ئې هرڅه وه په
هغو به ئې وویشتم، بیا مي هم نه ژړل.
په شل
کلنۍ کي ئي هم ووهلم، له پلار سره مي بیا هم مینه وه هغه بیا هم د تل په څېر
همدومره را باندي ګران و.
تیره
ورځ چي زه پینځه دیرش کلن وم پلار مي بیا ووهلم، دا ځل مي زړه را ډک سو، ستونی مي
غریو ونیو ومي ژړل ، ومي ژړل دومره مي وژړل چي اوښکي مي په ګریبان را تويي سوې، له دي
امله نه چي پلار مي ولي ووهلم، بلکي په دې مي وژړل چي د پلار په لړزیدلو لاسو نو کي
هغه د تیر په شان زور نه وو پاتي
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/58...