قحطي او د مريي خوشحالي
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
يو کال په
ملک کي لوږه او قحطي راغلي وه، ټول اولس په غم اخته او پرېشانه وه.
د خداي يو
دوست په کوڅه کي تيريدئ، ګوري چي د کلي د خان مريى خوښ خوشحاله او خندان دئ.
د خداي
دوست پوښتنه ځيني وکړه و لي داسي خوشحاله يې؟ ته نه ويني چي ټول اولس په غم
ځنګيږي.
مريي ورته
ويل قربان دي سم زه خو د هغه خان نوکر يم چي څو د پسو رمې لري، تر څو چي زه د هغه
نوکر يم هغه ماته ډوډۍ راکوي، چي زه پرې پوره باور لرم نو بيا ولي خوابدى سم؟
د خداى دوست
له ځانه وشرميدئ چي دا مريى د خان په څو رمو دومره باوري دئ او د رزق هيڅ غم نه کوي، ولي موږ چي داسي خداي لرو
چي هغه د ټولي نړۍ څښتن دئ، بيا هم په ډوډۍ او رزق پسي سرګردانه او لالهانده يو.
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/50...