شعر: اورښتونه
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ویناوال: صدیق
الله بدر
اورښتونه
بیګاه کوټه مې لکه زړه شوی
و
بیګاه کوټه شوه راته
ګرانه ډېره
زه او کوټه سره یوازې وو
تل
زه تر کوټې
کوټه تر ما نه ستړې
په یو بل هیڅکله هم نه وو
خبر
د کوټې خپله
زما وه خپله کيسه
«««
زه به مې ځان ته وم
کوټه ځان ته وه
هغه زما، هغه خټینه کوټه
دا ستا یادونه به وو زړه
به مې و
ته ورېدې راورېدلې به
پرې
«««
بیګاه باران و
بیګاه باران عجیبه پېښه
وکړه
ها د عمرونو تنهايي اوسیده
یو مخ له منځه لاړه
«««
بیګاه باران و
بیګاه، باران شپه وه په
سر اخستې
بیګاه کوټې او ما کړه ويښه
تېره
بیګاه شپه ټوله څڅېدله
کوټه
۱۳۹۱.۱۱.۱۶
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-466.aspx